د پاکستان دفاع وزیر: خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شو کولای

د پاکستان دفاع وزیر وايي، نه شي کولی چې په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه وکړي.

خرم دستګير پرون شنبه د پاکستان یوه خصوصي ټلوېزيون ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو شبکه له منځه وړل شوې او دا نظر سم نه دی چې په پاکستان کې لا هم د ترورېستانو ځالې شته.

افغانستان او امریکا تور پورې کوي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو پناه ځایونه په پاکستان کې دي.

د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر په وروستیو کې له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو پناه ځایونه له منځه یوسي.