ایران کې د اعتراضونو په وړاندې اقدامات د تاوتریخوالي سبب شوي

د ایران په څو ښارونو کې د اعتراضونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو اقدامات د تاوتریخوالي سبب شوي دي.

د ازادې اروپا یا ازادۍ راډیو د ایران څانګې راډیو فردا راپورونه وايي چې تر تېرې شپې پورې په تهران او څو نورو ښارونو کې اعتراضونو دوام درلود.

په راپورونو کې ویل شوي چې په کرمانشاه، شهرکرد، بندرعباس، زنجان، خرم اباد او اهواز کې هم اعتراضونو دوام درلود.

په ایران کې دننه ځینو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول ویلي چې شاوخوا ۸۰ تنه اعتراض کوونکي تېره شپه نیول شوي دي.

دا مظاهرې لومړی په تهران کې د جنسونو د بیو د لوړوالي په اعتراض کې پیل شوې.