جوزجان چارواکي: درزاب او قوش‌تپه کې به د داعش پرضد عمليات پيل شي

د جوزجان ولايت مقامات وايي، ډېر ژر به په درزاب او قوش‌تپه ولسواليو کې د داعش ډلې پرضد پراخ پوځي عمليات پيل شي.

د والي وياند محمد رضا غفوري ازادي راډيو ته ونه ويل چې دغه پوځي عمليات به کله پيلېږي:

"دا به له درېيو استقامتونو پراخ پوځي عمليات وي، ځکه قوش‌تپه او درزاب ولسوالۍ چې داعش ډله په کې حضور لري، له درېيو شمالي ولايتونو سره تړلي دي. دغه عمليات به ګټور وي او له شک پرته چې په دغو عملياتو کې به هوايي ځواک پراخه ونډه ولري."

د جوزجان د والي وياند وايي، د وروستيو ناامنيو له کبله له درزاب او قوش‌تپه څخه شا و خوا ٣زره کورنۍ بېځايه شوي چې اکثريت يې په شبرغان ښار کې ژوند کوي.