امریکا په ایران کې د لاریون کوونکو نیول په سختو ټکو وغندل

د امریکا متحد ایالتونو په ایران کې د لسګونو لاریون کوونکو نیول په سختو ټکیو غندلي دي.

دغه سوله ییز لاریونونه د ایران په څو ښارونو کې د بیو د زیاتېدو په اعتراض کې شوي دي او مظاهره چیانو د سیاسي ازادیو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې د هغو کسانو ملاتړ وکړ چې د دې وزارت په وینا دغه عناصر په ایران کې په سوله ییز ډول د حکومت بدلیدو ته لار هواروي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر ناورت وویل، د ایران مشرانو یوه شتمن، تاریخي او بافرهنګه هېواد په یوه یاغي او له اقتصادي پلوه کمزوري هېواد بدل کړی دی.