هېواد: ترهګریز بریدونه د افغانانو ترمنځ درځ نه شي رامنځته کولی

په کابل کې ورځپاڼو نن تر ډېره په کابل کې وروستي خونړي برید ته په اشارې د افغانستان پر امنیتي وضعې او په تخار کې پر ماشومانو د شاقه کار د یوې نوې بڼې په اړه بحثونه کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې خپله سرلیکنه په کابل کې د پنجشنبې ورځې خونړۍ حملې ته ځانګړې چې په یو کلتوري مرکز کې یې په لسګونه کسان ووژل.

ورځپاڼې وړاندې دې حملې ته په اشارې خبرداری ورکړی، که حالت همداسې دوام وکړي، نو لېري نه ده، چې افغانستان یو بل ژور بحران ته ورټیل وهل شي.

ورځپاڼې ۲۰۱۷ مېلادي کال تر ټولو نا امنه بللی چې پکې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې کچه ویرونکې حد ته لوړه شوې.

ورځپاڼې وړاندې د ملي وحدت حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې بللی او لیکلي دي چې د حکومت مشران پرته له دې چې داسې حملې وغندي نور څه یې له لاسه نه دي پوره.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په کابل کې د پنجشنبې ورځې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې د هېواد دښمنان په دی هڅه کې دي چې مذهبي شخړو ته لمن ووهي.

ورځپاڼې لیکلي دي، ترورستي ډلو له ډېره وخته هڅه کوله چې په افغانستان کې مذهبي شخړو ته لمن ووهي او په دې ترڅ کې یې دادی له یو مهال راهیسې د شعیه ورڼو پر مرکزونو یې حملې پیل کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې پر امنیتي ادارو انتقاد کړی دی چې د داسې حملو د بیا بیا تکرار سر بېره یې د شعیه ورڼو د اماکنو د امنیت لپاره یې لازم تدابیر نه دي نیولي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس وخت کې تر هرڅه زیات د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت نیولو اړتیا ده او که داسې ونشي، نو حکومت به د امنیت په ساتلو کې ناکامه وبلل شي.

هېواد:

خو هېواد ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې دا باور څرګند کړی چې ترهګریز بریدونه د افغانانو ترمنځ درځ نه شي رامنځته کولی.

ورځپاڼې وړاندې د دی حملې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني بیان راخیستی، چې پکې دا حمله په سخته غندل شوې او حکم یې ورکړی چې د حملې په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپل بیان کې ویلي دي چې ترورستي ډلې او ملاتړ کوونکي یې باید په دې پوه شي چې افغانان په خپلو کې متحد دي او د خپل دښمن د هرې دسیسې په وړاندې یو موټي ولاړ دي.

ورځپاڼې د خپلې سرلیکنې په پای کې پر امنیتي ادارو غږ کړی دی چې د داسې حملو مخنیوی دی وکړي او خلکو ته د ژوند خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

د کابل دغو او ځینو نورو ورځپاڼو بیا په تخار ولایت کې پر ماشومانو د شاقه کار د یوی نوې بڼې په اړه هم خبرونه خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې یو شمېر ماشومان اړ ایستل کېږي چې د خپلو مشرانو د پورونو تر خلاصېدو پوري د مالګې په کانونو کې له سهاره تر ماښامه کار وکړي.

ورځپاڼې د سیمې د یو روغتیایي مرکز د مسؤل په حواله لیکلي دي چې د نورو روغتیایي ستونزو ترڅنګ هره ورځ د مالګې په کان کې د کار په مهال تر لسو ډېر ماشومان ټپیان کېږي او لازم خواړه هم نه ورکول کېږي.

ورځپاڼې وړاندې د بشر د حقوقو د سیمه ییز دفتر په حواله لیکلي دی چې د دی ماشومانو له کورنیو سره یې خبرې کړي دي او ورسره یې ژمنه کړې چې دوه میاشتې وروسته به خپل ماشومان د مالګې په کان کې کار ته پرې نه ږدي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم په یو تفصیلي مطلب کې د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې د ماشومانو د کار مسئله راخیستې او لیکلي دي چې اکثره دغه ماشومان د بېوزلۍ له کبله ښوونځیو ته د تګ پر ځای د مالګې په کان کې شاقه کار کوي.

خو ورځپاڼې وړاندې د سیمه ییزو مسؤلینو په حواله لیکلي دي چې یو داسې پروګرام یی ترتیب کړی دی چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د ماشومانو د کار مخه به په جدي توګه ونیولی شي.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې اوس مهال شااوخوا دوه میلیونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ماشومانو پر حالت یو مطلب خپور کړی دی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حواله یې لیکلي دي چې دری اشاریه یو میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې شاقه کارونه، په غیر قانوني کار کې له ماشومانو کار اخیستل، ماشومان سوال کولو ته اړ ایستل، د دوی له حقوقو څخه سرغړونې او په جرمونو کې ښکېلول هغه موارد دي چې د دری اشاریه یو میلیونه ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو عملي پروګرام تر لاس لاندی نیولی، څو ماشومان له دغو ستونزو وژغوري.

حمید مهمند