پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې ۱۵۰ کېلو متره اغزن سیم نصب کړی

پاکستان وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کېلومتره ازغن سیم نصب کړی دی.

پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوځ په تېرو شپږ میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورند کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کېلومتره ازغن سیم تېر کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کېلو متره اوږدوالی لري.

د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن سیم په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر و.

افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو کې په یو اړخیز ډول د کټارو او ازغن سیم له درولو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان د پوځ ۱۴ جزوتامونه، چې ۱۲ زره سرتېري پکې شامل دي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ۱۴ سیمو کې د ازغن سیم د تېرولو په کار بوخت دي.