جمعیت ګوند وايي له ارګ سره د نور د مسئلې پر سر خبرې کوي

اسلامي جمعیت ګوند وايي، راتلونکې اوونۍ به له مرکزي حکومت سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د مسئلې پر سر خبرې وکړي.

د جمعیت ګوند یوه ویاند ذبیح فطرت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ګوند څخه یې د خبرو غوښتنه شوې او دوی د خبرو له لارې د دې مسئلې پر حل کېدو باور لري:

"ښايي راتلونکې اوونۍ د دوی ترمنځ خبرې وشي او د دې مسئلې حللار ولټول شي."

ولسمشر غني تېره اوونۍ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې انجنیر محمد داوود وټاکه.

خو عطا محمد نور وايي چې د ده استعفا پخوانۍ او مشروطه وه.