د امریکا سفارت پر «تبیان» فرهنګي مرکز انتحاري حمله وغندله

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د کابل پر یوه ملکي او فرهنګي مرکز نننۍ انتحاري حمله وغندله.

د دغه سفارت په اعلامیه کې د دې پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې او دا پېښه یې د هغو کسانو کار بولي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر وړاندې عمل کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په خپلې اعلامیه کې دا حمله غندلې او د بشریت ضد جنایت‌یې بللی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه حمله غندلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم دغه حمله غندلې ده.
دا انتحاري حمله نن له غرمې وړاندې ۱۰ نیمې بجې د کابل په لوېدیځ د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه‌ناظر سیمه کې د "تبیان" په نوم په یو سیاسي او فرهنګي مرکز کې چې د صدای افغان اژانس‌يې هم اړوند دی شوې ده.