افراسیاب خټک: د افغانستان دښمنان ناکامه شوي، پر ملکیانو حملې کوي

د کابل په نننۍ حملې د سیمې او نړۍ ګڼو چارواکو او سیاستوالو غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند رئیس افراسیاب خټک وايي، د افغانستان دښمنان په خپلو پلانونو کې ناکامه شوي او په ملکیانو حملې کوي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د کابل تر ننني برید وروسته باید د سیمې او نړۍ دولتونه د ترورېزم په وړاندې مبارزه چټکه کړي او په دې اړه جدي عکس‌العمل وښيي.

صفي‌الله ستانکزي د عوامي نشنل ګوند له رئیس افراسیاب خټک سره مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي افراسیاب خټک سره مرکه.