پاکستان کې د بې‌نظیر بوټو پلویانو د نوموړې د وژلو لسم تلین ولمانځه

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې‌نظیر بوټو پلویانو د نوموړې د وژلو لسم تلین پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ولمانځه.

د ټلوېزېون پر پردو چې کوم تصویرونه خپاره شول له هغو داسې ښکارېده چې شااوخوا ۲۰ زره کسان د سند ایالت په ګړي خدا بخش سیمه کې د بې‌نظیر بوټو له قبر سره راغونډ شوي دي.

بوټو لومړۍ ښځه وه چې د یوه اسلامي هېواد مشري یې کوله.

دا د لوېدیځ نږدې ملاتړې وه.

د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر په ۲۷مه په راولپنډۍ کې چې د پاکستان د پوځ مرکزي ښار دی، لومړی ډزې وشوې، بیا چاودنه وشوه او بې‌نظر بوټو روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه.

بوټو له ۱۹۸۸، تر ۱۹۹۰ صدراعظمه وه او بیا له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ د پاکستان صدراعظمه وه.

د اګسټ په میاشت کې په پاکستان کې د ترورېزم ضد یوې محکمې وویل چې د بې‌نظیر بوټو په وژلو کې پخواني ولسمشر پرویز مشرف لاس درلود.

مشرف دغه تور رد کړی دی.