د افغانستان او چین امنیتي چارواکي د ترورېزم ضد ګډې هڅې پیاوړې کوي

د افغانستان او چین امنیتي چارواکو موافقه وکړه چې د ترورېزم ضد ګډې هڅې پیاوړې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي په پیکېنګ کې له چینایي پوځي چارواکو سره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته د دې خبرو په اړه وویل:

"چین د تعلیم او تربیې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي. اوس هم زموږ افسران په چین کې تر روزنې لاندې دي، دا همکاري د افغانستان د سولې لپاره ډېره مهمه ده چې موږ یې هرکلی کوو."

د افغانستان له دفاع وزیر سره د خبرو پر مهال د چین د مرکز قوا مرستیال شو قیلینګ وویل چې چین د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

دغه ژمنه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» له پیکېنګ څخه د لیدنې پر مهال چین د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره هم کړې وه چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په خبرو کې به چین له افغانستان سره مرسته وکړي.