د دفاع وزارت ادعا: د ننګرهار په خوګياڼو کې داعش ځپل شوی

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې یې داعش ځپلی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې داعش د ننګرهار له نورو سیمو هم خپل ځواکونه شا ته کړي دي.

دی وايي:

"په خوګیاڼو ولسوالۍ کې داعش له ماتې سره مخامخ شوی، همداراز د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې داعش مجبوره شوی دی چې عقب نشیني وکړي او د دوی شااوخوا ۴۰ تنه له‎منځه تللي."

د ننګرهار چارواکي وایي چې د خوګیاڼو د ولسوالۍ د امنیت د تأمین په هدف ولسي ځواک ګمارل کېږي.

تر دې مخکې د پچیر اګام په ولسوالۍ کې ولسي ځواک ځای پر ځای شوی دی.