دفاع وزارت: د پوځي عملياتو له کبله ۸۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ۸۶ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن سهار په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه وسله‌وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په وژل شويو وسله‌والو کې د داعش ډلې ٥٠ تنه غړي هم شامل دي.

په دې موده کې د ٢١ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو او ٦ نورو مشکوکو کسانو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.