د یوه کمربند یوې لارې په پروژه کې د افغانستان پر شاملولو غور کېږي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې له پاکستان سره پر دې غور کوي چې د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې افغانستان هم شامل کړي.

دا خبره "وانګ یي" د سې شبنې په ورځ په پیکېنګ کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د درې اړخیزې غونډې په پای کې وکړه.

هغه وویل، افغانستان او پاکستان دواړو موافقه کړې چې هر څومره چې کېدای شي، په خپلو کې اړیکې ښې کړي.

د یوه کمربند یوې لارې پروژه چې د پیکېنګ له‌خوا د ۶۰ ميلیاردو ډالرو پانګونې سره په پاکستان کې په پام کې نیول شوې، په سیمه کې سوداګرۍ ته د پراختیا ورکولو په هدف د لویو لارو او نورو بنسټیزو تأسیساتو په جوړولو سره عملي کېږي، اسیا له اروپا سره نښلوي.

افغان مشرانو هم له دې سره لېوالتیا ښودلې او هڅه‌یې کړې چې افغانستان هم د سوداګرۍ او ټرانزیت د دغو لویو پلانونو یوه برخه وي چې د دوی په وینا، هغه به د بې‌وزلۍ له کمېدو او د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چین او پاکستان لېوال دي چې د دوه اړخیزو ګټو د اصولو پر اساس چې ټول ترې ګټه پورته کړي، په دې اړه له افغانستان سره خبرې وکړي، ترڅو د چین او پاکستان اقتصادي دالان افغانستان ته هم وغځول شي.