د افغانستان، پاکستان او چین ۳ اړخيزه ناسته او ژمنې

د کابل د نن ورځې چاپ شویو ورځپاڼو د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر درې اړخیزې ناستې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.​

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د چین مرکز بیجینګ تېره ورځ د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې ګډې غونډې کوربه و.

ورځپاڼه لیکي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدل او د درې واړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا، د دغې ناستې د بحث محوري ټکي وو.

ورځپاڼې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له خولې لیکلي چې درې واړه هېوادونه به د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او په دې برخه کې به سلا مشورو ته دوام ورکوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به‌يې د پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز په پروژه کې د افغانستان د ورګډولو په مسئله هم غور وکړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د چین په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ شوی او له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته کېني.

ورځپاڼه لیکي چې په دې ناسته کې په دې هم ټینګار شوی چې د ترهګرۍ پر ضد به له توپیر پرته مبارزه کوي او هېڅ هېواد ته به اجازه نه‌ورکوي چې خاوره‌يې د بل پر ضد وکارول شي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې په دې هم هوکړه شوې چې د دې ناستو په دوام راتلونکې غونډه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په کابل کې ترسره کېږي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ویلي چې افغانستان د بیجينګ په ناسته کې ژمنه وکړه چې د درې اړخیز اقتصادي دهلېز د طرحې په عملي کېدو کې به مرسته کوي.

د چین دا اقتصادي دهلېز له دې هېواده پیل او له پاکستان او افغانستان څخه په تېرېدو، د منځۍ اسیا له هېوادونو سره وصلېږي.

د سرمقالې د لیکونکي په خبره، د بیجينګ ناسته پر اقتصادي اهمیت سربېره د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې هم مثبت ګام و.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې هم د چین ناستې ته په اشارې سره ویلي چې په دغې ناسته کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه مهم بحثونه شوي دي.

ورځپاڼه کاږي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغې ناسته کې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د منځګړي د رول د لوبولو تر څنګ ژمنه کړې چې چین به د افغانستان د کشالې په حل کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی چې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره هڅې کېږي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دواړو هېوادونو د ګډو اهدافو د تعقیبولو لپاره به کاري ډلې رامنځته شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې پر خلاف د اقداماتو ډاډ ورکړ.

ورځپاڼه لیکي، صلاح‌الدین رباني همداراز له ټولو هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، وغوښتل چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د تاورتریخوالي د اقداماتو په مخنیوي او د سولې له بهیر سره د دې ډلې د یوځای کېدو په برخه کې کار وکړي.