د سوريې د حکومت ضد وسله‌والو او اپوزسیون ګوندونو د روسيې وړاندیز رد کړ

د سوريې د حکومت ضد وسله‌والو او د اپوزېسیون ګوندونو د دې هېواد د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف راتلونکې میاشت د سولې د خبرو لپاره د روسيې پیشنهاد رد کړ.

دې ډلو روسیه په سوریه کې د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورنه کړې ده او ویلي يې دي چې مسکو نه‌دی توانېدلی چې د سوريې د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره د بشار الاسد پر حکومت فشار راوړي.

د روسيې حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د سوريې د سولې د هڅو په لړ کې د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹ او ۳۰مه نېټه به په ساحلي ښار سوچي کې د جګړې د ښکېلو خواوو او د سوريې د حکومت د استازو د غونډې کوربه وي.

د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ میاشت کې پیل شوه تر اوسه پورې څه د پاسه درې لکه او ۳۰ زره کسان وژل شوي او میلونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.