افغان دیني عالمان: طالبان دې بین‌الافغاني خبرو ته حاضر او له جګړو لاس واخلي

سلګونه افغان دیني عالمانو د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې بین‌الافغاني مذاکراتو ته په لبیک ویلو سره له جګړې لاس واخلي.

دغو دیني عالمانو له دوه ورځنيو مشورتي غونډو وروسته په یوه پرېکړه‌لیک کې له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو او د سیمه‌ییزو قدرتونو بدرنګې سیالۍ ته دې د مداخلې زمینه نه‌برابروي.

دوی چې له ۳۴ ولایتونو څخه راټول شوي وو، د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» د ۲۹ مادو یو پرېکړه‌لیک صادر کړ.

د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې چې د مولوي عطاالله فیضاني له‌خوا ولوستل شو، داسې راغلي وو.

"د افغانستان د سولې ارمان ته په احترام دې طالبان بین‌الافغاني مذاکراتو ته لبیک ووايي، هر ډول غوښتنې چې لري، د خبرو په میز دې یې ملت ته روښانه کړي. طالبان دې له خپلو لیکو ټول هغه عناصر وباسي چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او هېڅ ډول افغاني او اسلامي ارزښتونه نه‌پېژني."

دا لومړی ځل نه‌دی چې له وسله‌والو طالبانو دا ډول غوښتنې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله دې ته ورته غوښتنې شوې دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغې نوې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به دوی له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کې نه‌ږدي.

پرېکړه‌لیک کې راغلي، افغان حکومت باید د عالمانو د مشورتي غونډو ټولو وړاندیزونو ته په کتو، له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې له زغم، تحمل او حوصلې کار واخلي او د سولې لپاره د باور فضا رامنځته کړي.

په پرېکړه‌لیک کې له افغان حکومت همداراز غوښتنه شوې چې د طالبانو خلاف دې له داسې لهجې او پالېسۍ کار نه‌اخيستل کېږي چې جګړه اوږده او د سولې فرصتونه له‌منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي وايي چې د عالمانو له همکارۍ پرته سوله ناممکنه ده او په دې برخه کې به د دوی نېکو او ګټورو مشورو ته غوږ نیسي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک وايي، د عالمانو شورا پرېکړې به د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه:

"د علماو د دغه ملي مشورتي کنفرانس پرېکړه‌لیک، زموږ هغه علمان چې په ولایتونو او په پاکستان او ایران کې وو، د ټيلیفون له لارې له هغوی سره شریک شو، هغوی ډاډ راکړ چې دوی له دغه پرېکړه‌لیکه ملاتړ کوي."

دیني عالمانو له ګاونډیو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او د اسلامي کنفرانس سازمان څخه هم وغوښتل چې د سولې په برخه کې له بین‌الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان