روسیه به د سوريې په اډو کې دايمي حضور لري

روسیه به له دې وروسته د سوريې په اډو کې دايمي حضور لري.

د روسیې دفاع وزیر سرګئی شویګو وايي، روسيه په سوریه کې په خپلو دوو پوځي اډو کې پر دايمي حضور کار کوي.

شويګو نن د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۵ ۰» وويل چې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين تېره اوونۍ د دغو اډو د کارکوونکو تشکيل او چوکاټ تائید کړی دی.

په همدې حال کې د روسیې فدراسيون شورا نن هغه قانون تصويب کړ چې له مخې يې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد او مسکو تر منځ د موافقې پر اساس په طرطوس اډه کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو اقدام تائيدوي.

دا موافقه په دمشق کې د جنورۍ په اتلسمه نېټه لاسلیک شوې وه.

د موافقې له مخې روسي ځواکونه د تخنیکي او لوژستيکي نظره خپله اډه پراخولای شي.

دا موافقه د ۴۹ کلونو لپاره شوې او د نورو ۲۵ کلونو لپاره د تمديد امکان لري.