منیره یوسف‌زاده: د بلخ نوی والي به ډېر ژر رسماً معرفي شي

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به هغه رسماً معرفي شي.

د دې ادارې وياندې منيره يوسف‌‌زاده نن ازادي راډيو ته وویل، دا اداره مکلفه ده چې په دې اړه د ولسمشر حکم عملي کړي.

نوموړې وویل:

"د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مسؤلیت لري چې د ولسمشر حکم عملي کړي او هغه ته ژمنه ده او موږ به د بلخ نوی والي چې انجنیر داوود دی، هغه رسماً په بلخ ولایت کې سیمه‌ییزو چارواکو او خلکو ته معرفي کوو."

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې استعفا یې ارګ منظوره کړې، بیا وایي چې دی اوس هم والي دی او خپل کار ته به تر هغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند رهبري له ده د دریځ د بدلېدو غوښتنه وکړي.