جمهوري ریاست په کابل کې نننی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی

د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې نننی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سولې او ثبات دښمنان هېڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو اهدافو ته نه‌شي رسېدلی.

د جمهوري ریاست وايي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان د ترورېستي ډلو د نابودۍ هڅې کوي.

دغه برید نن سهار د کابل ښار په شش درک سیمه کې وشو چې د امنیتي چارواکو په وینا شپږ تنه په‌کې وژل شوي او درې ټپیان دي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش د نننۍ حملې مسؤليت منلی.