دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ١٧ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د تېرو ٢٤ ساعتونو په موده کې د دغو تعرضي او تهاجمي عملياتو په نتيجه کې ٧ تنه نور وسله‌وال ټپيان او ۴ مشکوک کسان نيول شوي دي.

د اعلاميې په حواله په وژل شويو وسله‌والو کې د داعش ډلې ۵ تنه غړي هم شامل دي.

ويل شوي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، ميدان وردګ، کندهار، ارزګان، فارياب، بلخ او هلمند ولايتونو کې شوي دي.