ځواک: د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

په هلمند کې د ماين چاودنې ۷ ملکي کسان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې پېښه نن یکشنبه تر غرمې مخکې په مارجې ولسوالۍ کې تريخ ناورين ته نږدې رامنځته شوې ده.

ځواک وويل ماين د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوی و.

ويل کېږي په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بل خبر کې، د هلمند ولايت مسؤلین وايي، په مارجې ولسوالۍ کې هغه پوځي عمليات چې پرون پيل شوي، په بريا مخ ته روان دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، په دغو عملياتو کې د وسله والو د دوو سرګروپانو په ګډون ٨ جنګيالي وژل شوي دي.

په دغو عملياتو کې د ماين جوړونې د يوه مرکز، اتو مورچو او ګڼو سپکو او درنو وسلو د له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.