د عطا محمد نور پر څرګندونو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د پرونیو څرګندونو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د حکومت او عطا محمد نور لانجه لا هم روانه ده او دغو لانجو خلک اندېښمن کړي دي.

ورځپانې لیکلي، تازه عطا محمد نور د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر ضد تندې خبرې کړي، ویلي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته دوام ورکوي، خو که جمعیت اسلامي ګوند کومه بله پرېکړه وکړي، وبه‌یې مني.

په سرمقاله کې راغلي، داسې ښکاري چې دواړه لوري په خپلو خبرو کې جدي دي، ارګ په خپله پرېکړه تینګار کوي او جمعیت په خپل دریځ.

د ورځپاڼې په باور عام ولس د حکومت د دغه کار ملاتړ کوي او پرېکړه‌یې قانوني ګڼي، خو ګڼ سیاسیون او د عطا محمد نور ملګري بیا د دغه کار مخالف دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، خو اوس له ټولو سره همدا یوه پوښتنه ده چې د دې لانجې اخر به څه شي؟

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د بلخ د پخواني والي د پرونیو څرګندونو ځینې مهمې برخې راخیستې دي.

دنیا لیکلي، ښاغلي نور تازه دا ویلي چې د ملي وحدت د حکومت مشران له جهادي رهبرانو او افغان سیاسیونو سره د خپلو شخصي حسابونو په تصفیه کولو بوخت دي.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې ښاغلي نور ویلي، ولسمشر او اجرائیه رئیس د نړیوالې ټولنې له حضور نه سوء استفاده کوي.

په مطلب کې راغلي چې د بلخ پخواني والي ویلي، سپېدار ماڼۍ د ده په ګوښه کولو او د جمعیت ګوند په څنډې کولو کې ۸۰ سلنه رول لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپانې بیا موضوع ته په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت باید داسې افراد او اشخاص پر دولتي او حکومتي دندو وګماري چې په خپلو ورسپارل شویو دندو او چارو کې له پوره پوهې، درایت، مدیریت، وړتیا، مهارت او تجربې برخه‌مند وي، نه دا چې د خلکو په وینو یې لاسونه سره وي.

او نه هم داسې کسان چې پخوا یې په اسمان کې ستوری او پر ځمکه سیوری نه‌درلود او اوس په هېواد کې دننه او بهر د لوړو لوړو ودانیو، لویو او وړو ښارګوټو او شتمنیو خاوندان دي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي وړاندیز دا دی چې نورو ته د عبرت په هدف، د بلخ د پخواني او خپل‌سري مستفي والي عطا محمد نور په څېر د دولتي کارکوونکو، د تقرر، تبدیلۍ او تقاعد په اړه له اساسي قانون نه له سرغړونکو په توګه د قانون له مخې سخت چلند وشي.