مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ چمتووالی وښود

مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې له امریکا متحده ایالاتو سره دهمکارۍ د چمتووالي خبره کړې ده.

دا خبره روېټرز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله کړې چې له ریا خبري اژانس سره یې په مرکه کې کړې ده.

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د چارو د ادارې مشر ضمیر کابلوف په دې مرکه کې ویلي چې روسیه په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستې مرستیالې الیس ویلز سره په تماس کې ده .

تر دې یوه اوونۍ وړاندي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي او ویې ویل چې مسکو له افغان حکومتاو په دغه هېواد کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دی.

په غبرګون کې یې افغان حکومت ویلي چې ټول هېوادونه کولای شي چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولتونو په کچه ټینګي کړي.

روسي چارواکو وړاندې په افغانستان کې د امریکا پر پالېسیو انتقاد کړی او ویلي یې وو چې د افغانستان ستونزه د پوځي زور له لارې نشي هوارېدلای.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسنروسیه څو ځلې تورنه کړې چې له وسله والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي، خو مسکو دا تورونه ردوي.