بوریس جانسن: د بریتانیې او روسیې روابط په سختو شېبو کې دي

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي، سره له دې چې لندن او مسکو په خپلو کې اختلافي مسايل لري، د نړیوالو امنیتي ستونزو پر ضد په مبارزه کې باید همکاري وکړي.

جانسن نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې په "دوه اړخېزو اړیکو کې ستونزې شته" خو روسیه او بریتانیا باید د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره پر داسې نړیوالو مهمو مسئلو ګډ کار وکړي، لکه د ایران اټمي تړون، د شمالي کوریا د اټمي وسلو ګواښ او په سوریه کې د سولې هڅې.

بوریس جانسن زیاته کړه:

"د بریتانیې او روسیې روابط په سختو شېبو کې دي. لکه څرنګه چې لاوروف وویل، موږ ستونزې له سترګو نه شو اچولای، موږ نه شو ګڼلای چې ستونزې نشته او د اوکراین، لویدیځ بالکان یا لکه څرنګه چې زموږ صدراعظمې وویل، د سایبرسپېس په برخه کې د روسیې له فعالیت سره مخالفت نه لرو."

دا په وروستیو پینځو کلونو کې اول ورا دی چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر روسیې ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې له بوریس جانسون سره یې "سپینې خبرې" کړې چې د دواړو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو سره به مرسته وکړي.