د امریکا د ولسمشر مرستیال د ملي وحدت حکومت کارونه وستایل

د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو فعالیت، له اداري فساد، ښې حکومت‎دارۍ او د سولې لپاره د سیمه‎يیزو همکاريو د پراختیا لپاره د ملي وحدت حکومت کارونه یې ستایلي دي.

مایک پنس بېګا افغانستان ته ورسېد او له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره يې خبرې وکړې.

ارګ پر ټوېتر لیکلي چې مایک پنس افغانستان ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له افغانانو او د هغوي له حکومت سره مرستې او ملاتړ زیات کړي.

پنس پر ټوېټر لیکلي چې له افغان لوري سره یې د خپل حکومت پر نوې ستراتېژۍ مهمې خبرې کړې دي.

پنس لیکلي:

"ما په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته وویل چې د دې اعلی قوماندان تر رهبرۍ لاندې او د هغوی د زړورتیا له امله، باور لرم چې افغانستان به ازاد شي، امریکا به په امن کې وي او موږ به دا جنګ وګټو."