هغه افغان چې استرالیا کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی

هغه افغان مهاجر چې پرون يې د استرالیا په ملبورن ښار کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی او پولیس پوښتنې ورڅخه کوي.

د استرالیا د ویکتوریا ایالت د پولیسو مرستیال شېن پاتون د جرمني خبري اژانس "ډي.پي.آ" ته ویلي چې د حملې د هدف په اړه څېړنې کوي.

پاتون ویلي چې حمله کوونکي په ابتدايي مرکه کې د خوب لېدو او د اوازونو د اورېدو یادونه کړې ده.

د استرالیا رسنیو ویلي چې د حملې په تور نیول شوی افغان کډوال سعید نوري نومېږي.

شېن پاتون پرون په ملبورن کې خبریالانو ته وویل:

"لکه څرنګه چې ما وویل، تر اوسه لا لومړۍ ورځې دي، هغه عصبي ناروغي لري، تر درملنې لاندې دی، موږ د دې معلوماتو په مرسته کار کوو چې وضاحت تر لاسه کړو. هغه په توقیف کې دی چې موږ یې عمدي ګڼو."

د اسټرالیا صدراعظم ویلي چې د پېښې او ترورېزم ترمنځ د تړاو خبر نه ده ورکړ شوی خو هېڅ امکان لا نه شي ردېدلای.

په ملبورن کې په دې حمله کې ۱۷ تنه زخمیان شوي دي.