د "م.م" امنيت شورا به د شمالي کوريا په وړاندې بنديزونو ته رأيه ورکړي

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د شمالي کوريا په وړاندې پېشنهاد شويو تازه بنديزونو ته رأيه ورکړي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، له دې سره به د شمالي کوريا د تېلو واردات سخت محدود شي، بهرني کارکوونکي به په يوه کال کې له دغه هېواده ووځي او د دغه هېواد پر انتقالاتو به هم ډېر محدوديت وضع شي.

خو د بنديزونو په دغه پېشنهاد کې بنديزونه هغومره سخت نه دي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې يې په وروستيو کې غوښتنه کوله.

په ملګرو ملتونو کې امريکايي چارواکو په وروستيو کې د شمالي کوريا د تېلو پر وارداتو د بشپړ بنديز او د شمالي کوريا د حکومت د نړيوالو شتمنيو د کنګل کېدو غوښتنه کړې ده.

که دغه پېشنهادونه تاييد شي، دا به له ٢٠٠٦م کال راهيسې لسم پرېکړه ليک وي، چې پر شمالي کوريا د هغه هېواد د ميزاييلو او اټومي پروګرامونو له کبله تازه بنديزونه لګوي.