غني: د امریکا ستراتیژي د ثبات د تأمين لپاره يو فرصت وباله

د افغانستان ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو نوې ستراتيژي د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات د تأمين لپاره يو فرصت وباله.

محمد اشرف غني دا خبره تېر ماښام په ارګ کې د امريکا د ولسمشر له مرستيال مايک پنس سره په کتنه کې وکړه.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله چې نن يې خپره کړې، دواړو مشرانو د ټرورېزم په وړاندې پر ګډه مبارزه او نورو مسايلو خبرې وکړې.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له امریکايي سرتېرو او افغان چارواکو سره د کتنې لپاره پرون په ناڅاپي سفر افغانستان ته لاړ.

ښاغلي پنس تېره شپه په بګرام کې د څرګندونو پرمهال د پاکستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې تکرار کړې چې دغه هېواد ترورېستانو او جنایتکارانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې پخوانی وخت تېر شوی او زیاته یې کړه چې پاکستان له امریکا سره له ګډ کاره ډېر څه ترلاسه کوي خو برعکس، ترورېستانو ته له پناه ورکولو څخه به هېڅ ترلاسه نه کړي.