مستغني: د افغانستان، پاکستان او چین غونډه، د چین په نوښت جوړېږي

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د ډیسمبر په ۲۶ مه د راتلونکې سې شنبې په ورځ په پام کې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني ازادي راډیو ته وویل، دا غونډه د چین په نوښت پر سیمه ییزو مسایلو د بحث لپاره جوړېږي.

"دا به درې اړخېزې خبرې وي چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، له ګډو ستونزو سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو په اړه به بحث په کې وشي."

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخېزو خبرو طرح د روان کال په جون میاشت کې د درېیو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې د چین له خوا وړاندې شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې غونډې هدف دا دی چې د ګډو ګټو پر اړوندو مسایلو له څېړنې وروسته بحث وشي.