د سوریې په اړه د خبرو نوی دور د ایران، روسیې او ترکیې په ملاتړ پیل شو

نن پنجشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې خبرو یو نوی دور د ایران، روسیې او ترکیې په ملاتړ پیل شو.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوریې د حکومت او مخالفینو استازي یې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره په استانه کې دي.

د ملګرو ملتونو له یوې ډلې سره تر خبرو وروسته د سوریې د حکومت مخالفو ډلو ویلي چې دا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده چې روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅوي.

په همدې حال کې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا «SANA» راپور ورکړی چې د روسیې پلاوي له ایران او ترکي استازو سره جلا جلا لیدلي دي.

د ۲۰۱۱ کال د مارچ راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، په‎دغه هېواد کې څه باندې ۳۳۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.