جمعیت ګوند: داوود ته به اجازه ورنه‎کړو چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړي

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، که ولسمشر د عطا محمد نور د لیرې کېدو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا غور ونه‎کړي، دوی به انجنیر داوود ته اجازه ورنه‎کړي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار پیل کړي.

د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ګوند به د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نور د لیرې کېدو په غبرګون خپل شرایط اعلان کړي.

د بلخ لپاره تازه ګمارل شوي والي محمد داوود له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې هر کله د ملي وحدت حکومت مشرتابه امر وکړي، دی به په رسمي ډول د بلخ د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړي.

ښاغلي داوود وویل، دی د جمعیت اسلامي ګوند په رضایت دغې دندې ته ګمارل شوی دی چې د ده په وینا د دغه ګوند مشر صلاح‌الدین رباني د ده له ګمارنې سره مخالفت نه‌درلود.

ښاغلي داوود دغه‌راز ویلي چې عطا محمد نور په بلخ کې ډېر کار کړی، خو وایي د اداري فساد په ګډون ځینې ستونزې شته چې دی به‌یې د اصلاح لپاره هڅه وکړي.

د عطا محمد نور د استعفا په اړه د افغان ولسمشر پرېکړه د جمعیت اسلامي ګوند له‎خوا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.