د افغانستان او تاجکستان چارواکي وایي، پر هغه عمده لویه لاره چې دغه دواړه هېوادونه سره نښلوي له څو ورځو راپهدې خوا تګ راتګ محدود شوی دی.
په کندز کې د شیر خان بندر د ګمرک سرپرست محجوب خان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» ازادي راډیو ته ویلي چې پر دغه لاره له دوو ورځو راهیسې افغان مسافرو ته اجازه نهورکول کېږي چې له سرحده واوړي، خو دی وایي تاجک مسافر په ازادانه ډول افغانستان ته تګ راتګ کولای شي.
د تاجکستان د جنوبي سیمو یوه چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړې چې دا لار د موټرو او پلي مسافرو پر مخ تړلې ده، خو وایي لارۍ موټرو ته چې سوداګریز توکي انتقالوي، اجازه ورکول کېږي.
دغه چارواکي دا هم وايي چې د پنج رود پر سر د پنځو پلونو په ګډون یو شمېر نورې لارې له ۱۰ ورځو راهیسې تړلې دي، خو د دې کار د دلیل په اړهیې څه نهدي ویلي.
تاجکستان تر دې وړاندې څو ځلې له افغانستان سره خپلې سرحدي لارې تړلې وې او دلیلیې په افغانستان کې د طالبانو ګواښ، د نشهیي موادو د قاچاق د مخنیوي په هدف عملیات او داسې نور دلالیل یاد کړي وو.