ټرمپ له خپل ازبک سیال سره په منځنۍ اسیا کې د امنيت په اړه غږېدلی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازبکستان ولسمشر شوکت مير ضيایېف ته ټیليفون کړی او له هغه سره يې په منځنۍ اسیا کې د امنيت او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګولو په اړه خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلاميه کې ويلي چې ټرمپ له ميرضيايېف سره د سې شنبې په ورځ په خبرو کې په منځنۍ اسیا کې د ازبکستان د رول او د جنوبي اسيا لپاره د ټرمپ د ستراتيژۍ او په افغانستان کې د امریکا د هڅو په اړه خبرې وکړې.

ازبکستان له افغانستان سره پوله لري. امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د سخت دريځو پر وړاندې جنګېږي.

د داعش سخت دريځې ډلې ځينې جنګيالي چې په عراق او سوریه کې جنګېدلي، ازبکان وو او ځينې یې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو څخه دي.

ازبکستان له افغانستان سره پوله لري

په وروستیو کلونو کې په يو شمېر هېوادونو کې په ترورېستي حملو کې په لاس درلودو تورن کسان د ازبکستان وو.

په دغو کې هغه کس هم شامل دی چې چارواکي وايي، په نيويارک کې د اکتوبر مياشتې په حملو کې يې اته کسان ووژل.

ميرضيايېف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر اسلام کریموف له مړينې وروسته انتقالي دوره پيل شوه او د هغه کال په ډیسمبر مياشت کې ولسمشر انتخاب شو.

ده هڅې کړي چې ازبکستان له انزوا وباسي او له منځني اسيايي ګاونډيانو سره اړيکې سمې کړي.

د ازبکستان د ولسمشر پر ویب‎پاڼه په یوه اعلامیه کې راغلي چې ټرمپ د ازبکستان ازاده او رغنده بهرنۍ پالیسۍ وستايله.

د ازبکستان د ولسمشر د دفتر پر ویب‎پاڼه خپره شوې اعلاميه زیاتوي چې د امریکا ولسمشر په ازبکستان کې د نويو ډیموکراټیکو تغيراتو او اقتصادي پرمختګونو سره ملاتړ څرګند کړ.

ټرمپ او مير ضيايېف د ولسمشرانو په توګه دوه وارې سره لیدلي دي؛ یو ځل په سعودي عربستان کې او بل ځل په نیویارک کې.