د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه

د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه.

دا په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا د مالياتو له هغو قوانينو څخه ګڼل کېږي چې په پراخه پيمانه‌يې متن له سره ليکل شوى دى.

دغه لايحه په لږ توپير يعنې په ٥١ موافقو او ٤٨ مخالفو رأيو سره تېره شپه ناوخته تصويب شوه.

خو د مشرانو جرګې په عامه ګالرۍ کې ځينو اعتراض کوونکو مخکې تر دې چې بهر وايستل شي، نارې وهلې "دغه لايحه له‌منځه يوسئ."

تر دې څو ساعته مخکې د امريکا استازو جرګې دغه لايحه په ٢٢٧ موافقو رأيو سره تصويب کړه، خو ٢٠٣ نورو استازو مخالفه رأيه ورکړه.

د کانګرس د استازو او مشرانو جرګو دواړو کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي.

اوس به دغه لايحه د نهايي تصويب لپاره نن ناوخته د استازو جرګې ته ولېږل شي چې يو وار بيا رأيه ورکړي.

که دغه لايحه تصويب شي، دا به د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره د ده د دورې له پيل راوروسته د قانون په ډګر کې يوه بريا وي.