د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د لوبو اتلولي خپله کړه

د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د انساني قاچاق څخه د مخنيوي د لوبو اتلولي خپله کړه.

د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال ښځينه سيالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش رياست په جمنازيوم کې پیل شوې وې چې په پای‌لوبه کې يې د سرې مياشتې لوبډلې کابل ښاروالۍ ته ۳-۰ ماته ورکړه.

د لوبو لومړی مقام سرې مېاشتې لوبډلې، دوهم مقام د کابل ښاروالۍ لوبډلې او درېیم مقام د سولې لوبډلې خپل کړ.