جمعیت ګوند: که ارګ د نور په اړه بیا کتنه ونه‌کړي له هرې ممکنې لارې کار اخلو

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند رهبرۍ شورا د عطا محمد نور د استعفا تر منظورۍ دوه ورځې وروسته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه وغوښتل چې په‎خپلې پرېکړې دې له سره کتنه وکړي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې که ولسمشرۍ ماڼۍ د دوی دغه غوښتنه له پامه وغورځوي، نو د حکومت د دغه اقدام په وړاندې به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

دی وايي:

"په دغې اعلامیه کې د ارګ دغه اقدام یو اړخېز او د ملي يووالي د حکومت د هوکړې خلاف بلل شوی او له حکومته غوښتل شوي چې په دې اړه بیا کتنه وکړي. لکه څنګه چې په اعلامیه کې راغلي، په دې برخه کې له هرې ممکنې کار اخیستل ممکن دي."

عطا محمد نور

د جمعیت اسلامي ګوند په اعلامیه کې د ښاغلي نور په اړه د حکومت پرېکړه انحصار غوښتنه بلل شوې او په‌کې ویل شوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پرېکړه د نړیوالې ټولنې د حضور نه په استفادې ترسره کړې.

دغه ګوند تېره ورځ هم د ارګ د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې د عطا محمد نور استعفا یو اړخیز او دوی ته د منلو نه‌ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعیت ګوند د دغې اعلامیې او څرګندونو په اړه لا تر اوسه کوم غبرګون نه‎دی ښودلی.

د ازادي راډیو خبریال وايي، په دې اړه‌یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي او مرستیال ویاند نجیب ازاد سره اړیکه ونیوله، خو په دې اړه دوی له څه ویلو ډډه وکړه.

د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادراې ویاندې منیرې یوسف‎زاده سره مو هم اړیکه ونیوله، خو نوموړې هم د جمعیت ګوند د وروستۍ اعلامیې او څرګندونو په اړه څه ونه‌ویل.

عطا محمد نور هم د ولسمشر له‎خوا د نوموړي د استعفا له منلو وروسته ویلي چې ده خپله استعفا څو میاشتې وړاندې د ارګ سره د مذاکراتو پر مهال ورکړې وه او اوس‎مهال ورته د منلو نه‎ده.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د بلخ ولایت په رهبرۍ کې د بدلون پر سر راپورته شوي جنجالونه د هېواد او ولس په خیر نه‌بولي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د افغانستان نظام شاهي نظام نه‎دی او کله چې نظام شاهي نه‎وي، نو دا کله امکان لري چې والیان او وزیران دې د شاهي نظام دعوه وکړي او کله چې موږ ځانونه د خلکو استازي بولو، نو بیا څه اړتیا ده چې د خپلې څوکۍ لپاره د خلکو ذهنونه خراب او د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړو."

ښاغلی صدیقي وايي، په روانو شرایطو کې چې څو ترورېستي ډلې د نظام او خلکو په وړاندې فعالیتونه کوي اړتیا ليدل کېږي چې دا ‌شان مسایل د مشورې او روغې جوړې له لارې حل شي.

دی وايي، حکومتي مسؤلین باید د اپوزېسیون او حکومتي مأموریت ترمنځ توپير ومني او د ده په خبره هر هغه څوک چې د نظام او حکومت په وړاندې اعتراض لري، نو له خپلې دندې دې استعفا وکړي او د اپوزېسیون په شکل دې مبارزه وکړي.

راپور: واصل وصال