جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سمینار جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سمینار کې له مرکز کابل څخه هم لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې ده.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سمینار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخي ارزښت ګډون‌والو ته معلومات ورکړل شي.

د ده په خبره د سمینار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

دا نندارتون د جلال‌اباد په ورزشي سټډیوم کې جوړېږي او هدف‌يې د کورنیو پانګه‌والو تشویق دی.