د هلمند چارواکي: د نادعلي په عملیاتو کې ١٧ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د هلمند ولايت مسؤلان وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٧ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، په دغو عملياتو کې ٥ تنه نور وسله‌وال ټپيان شوي، يوه اندازه وسلې، مهمات او وسايط هم د امنيتي قواوو لاس ته ورغلي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.