د امام صاحب ولسوالۍ په تصفیه شویو سیمو کې افغان ځواکونو د تحکیماتو کار پیل کړی

په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې د لومړۍ لوا چارواکي وايي چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د "پامیر ۱۴" چاڼیز عملیات پای ته رسېدلي.

دوی وايي اوس‌مهال‌ د نوموړې ولسوالۍ په تصفیه شویو سیمو کې دوی د ډاډمن امنیت او د وسله‎والو مخالفینو د وران کارو فعالیتونو د مخنیوې په هدف د بېزونو پر جوړولو کار پیل کړی او په‌کې به افغان ګډ ځواکونه ځای پرځای کېږي.

د پامیر د ۲۰مې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال زمری فیضي

په دغه ولایت کې د پامیر د ۲۰مې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال زمری فیضي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ مسؤلیت لرو چې سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې عملیاتونه ترسره کړو، څو د خپلو خلکو لپاره د امنیت فضا برابره کړو او له خلکو څخه هېله کوو چې د افغان ګډو ځواکونو سره د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي."

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوالۍ امنیه قوماندان امان‌الله ابراهیمي هم وايي چې د "پامیر-۱۴" عملیاتو په نتیجه کې افغان ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې وسله‎والو مخالفینو ته کلکه ضربه ورکړې.

د امام صاحب امنیه قوماندان امان‌الله ابراهیمي

دی وايي:

"موږ د تل‌پاتي امنیت په خاطر په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې او بېزونه جوړوو، څو په سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو د هر ډول ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسو او نور د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې نه‌کړي."

په همدې حال کې د ملي اردو سرتېري هم د امام صاحب خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي چې ډاډمن امنیت به راولي.

د ملي اردو یو تن سرتېري خلیل‌الله په دې اړه وویل:

"موږ د کندز خلکو ته ډاډ ورکوو چې په سیمه کې امنیت راولو او د دې ولایت ټولې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتونه تصفیه کوو."

بل‌خوا د نوموړې ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک هم ډېر خوښ دي چې د امام صاحب ډېرې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتونه تصفیه شوې دي.

د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عبدالطیف حکیمي وايي:

"د تېرې یوې میاشتې په پرتله اوس‌مهال په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ښه شوی او ټول خلک پر خپل کارو بار بوخت دي او کومه خاصه امنیتي ستونزه نه‌لېدل کېږي."

د امام صاحب ولسوالۍ د ۶۵ کېلو متره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته پرته ده، همدارنګه له تاجکستان سره ګډه پوله لري، خو لاهم د دې ولسوالۍ ځینې برخې د وسله‎والو مخالفینو تر واک لاندې دي.

په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې دوی پلان لري د ژمي په موسم کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیاتونه ترسره کړي، څو د دغه ولایت ناامنه سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتونه پاکې کړي او په سیمه کې ډاډمن امنیت رامنځته کړي.

راپور: اجمل ارین