یوسف‌زاده: د بلخ ولایت مرستیال والي د اداري چارو مسؤلیت پر غاړه لري

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د اصولو له مخې اوس‌مهال د بلخ ولایت مرستیال والي د دغه ولایت د اداري چارو مسؤلیت پر غاړه لري.

د دې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده امریکا غږ ته وویل چې په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنيوي په خاطر د بلخ مرستیال والي، د ولایتي ادارې سرپرستي پر غاړه لري.

محمد بشیر توحیدي د بلخ د والي مرستیال دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ځان برحاله والي بولي او وايي چې د ده د استعفا په اړه د جمهوري ریاست پرېکړه رد ده.