مسیر: ارګ ماڼۍ به وتوانېږي چې په بلخ کې خپله واکمني ثابته کړي؟

د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د امریکا د نوې امنیتي ستراتېژۍ او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا په تړاو د جمعیت ګوند د غبرګون په اړه بحثونو ته ځای ورکړی دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د ارګ ماڼۍ له لوري د بلخ د والي د استعفا د منظورۍ په اړه، خپله د عطا محمد نور تازه څرګندونې راخیستې دي چې ویلي دي، د ده استعفا مشروطه وه او دی یې نه‌مني.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې ښاغلي نور په خپلو خبرو کې دې مسئلې ته هم اشاره کړې چې ارګ ماڼۍ د ده په اړه د نړیوالو دوستانو ذهنیت خراب کړی دی.

ورځپاڼې که څه هم وړاندې نور څه وضاحت نه‌دی ورکړی، خو لیکلي یې دي چې ښاغلي نور له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه‌کوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ پر سر راپورته شویو لانجو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا ارګ ماڼۍ به وتوانېږي چې نور په عملي ډول له دندې لیرې او په بلخ ولایت کې خپله واکمني ثابته کړي؟

ورځپاڼې لیکلي:

که خبره د قانوني واکمنۍ وي، نو خبره روښانه ده، نور د بلخ والي و او ولسمشر یې استعفا منلې او یا یې هم له دندې لیرې کړی دی چې دا د ولسمشر قانوني صلاحیت دی او هېڅ‌څوک‌یې نه‌شي ننګولی، خو د ورځپاڼې په وینا دلته خبره د معاملې او سیاسي جوړجاړي ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا لانجه به هم په یوې بلې چټلې معاملې هواره شي، نور او د جمعیت ګوند به بیا له ولایت څخه د نور د لیرې کېدو په بدل کې نورې څوکۍ او واک وغواړي او په دې ډول به قانون او حکومتوالي یو ځل بیا د معاملو قرباني شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د نور استعفا د ارګ او د ده ترمنځ په خبرو کې مطرح شوې وه، خو له دې سره سره د ارګ له‌خوا د دې خبر خپرېدل پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

ورځپاڼه لیکي چې دې خبر تر ټولو زیات خپله عطا محمد نور ناراحته کړی او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا نور وایي، د ده شرایط نه‌دي منل شوي.

خو ورځپاڼې لیکي چې د ارګ ماڼۍ لا د راپورته شویو لانجو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو لیکلي یې دي چې د بلخ د والي د استعفا په تړاو د جمعیت ګوند پر دریځ له غور وروسته به خپل غبرګون اعلان کړي.

د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي او له هغې د افغان حکومت ملاتړ هم د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث مهمه موضوع ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ارګ ماڼې د یو بیان په حواله لیکلي دي چې افغانستان د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي او د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې لپاره د امریکا مخکېنۍ ستراتېژي د ترورېزم په خلاف د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو هڅو پر بنسټ جوړې شوې دي.

ورځپاڼې د ارګ د بیان په حواله وړاندې لیکلي دي چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې به چې د امریکا د نویو ژمنو څرګندویي کوي، په افغانستان کې د جګړې د اور د ختمېدو او د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې هم د امریکا د ملي امنیت له نوې ستراتېژۍ څخه د ارګ د ملاتړ مسئله راخیستې او لیکلي یې دي چې ارګ دا ستراتېژي د ترورېزم په خلاف د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د ګډو اهدافو مطابق بولي.

ورځپاڼه لیکي چې ارګ دا او له دې څخه مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د امن او ټيکاو لپاره مؤثر بللي دي.

د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت ویلي دي چې د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصولو د همکارۍ غوښتونکی دی.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ټرمپ د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال د یو خپلواک او ځواکمن افغانستان غوښتنه کړی او ویلي دي چې پاکستان باید د افغانستان په بې‌ثباته کولو کې ښکېل نه‌وي.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، که څه هم امریکا له افغانستان سره د هند مرستې ستایلي دي، خو روسیه او چین‌یې د هغو هېوادونو په ډله کې حساب کړي چې د امریکا اقدامات ننګوي.