هیلي: پر ریاض توغول شوی توغندی هغه نښې لري چې ایران چمتو کړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې نیکي هیلي وویل، هغه توغندی چې له یمنه د ریاض لور ته توغول شوی، د هغو وسلو نښې لري چې مخکې استعمال شوې دي او ایران چمتو کړې دي.

په یمن کې حوثیانو پرون وویل چې دوی پر دې توغندي غوښتل چې په ریاض کې د یمامه په نوم شاهي ماڼۍ په نښه کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو وویل چې دا بالیسټیک توغندی یې په هوا کې خنثی کړی دی او په دې برید کې د سر او مال زیان نه‎دی اوښتی.

سعودي عربستان تېره میاشت هم دوه بالیسټیک توغندي چې د یمن له لوري توغول شوي وو، خنثی کړل.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ایران تورن کړ چې دغه توغندي یې حوثي یاغیانو ته ورکړي دي.

ایران دا تورونه رد کړي دي.