مک‌مسټر: لوېدیځ دې د روسیې د بې‌ثباته کوونکي چلند په وړاندې ودرېږي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر وايي، لوېدیځ هېوادونه باید د روسیې د بې‌ثباته کوونکي چلند په وړاندې ودرېږي.

مک‌مسټر له بي بي سي سره په مرکه کې چې نن خپره شوه ویلي چې مسکو په ډېرې زیرکۍ د ورانکارۍ کمپاین مخ ته وړي.

ښاغلی مک‌مسټر زیاتوي:

"زما په باور روسیه په ډېرې زیرکۍ د ورانکارۍ په یوه کمپاین کې ښکېله ده څو په ډموکراتیکو بنسټونو زموږ باور تر تأثیر لاندې راولي."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار همداراز ویلي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې ادعا په یقین سره د امریکا د ملي امنیت لباره یو ګواښ دی.

دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د ملي امنیت د تګلارې تر اعلان یوه ورځ وروسته کېږي.

د ملي امنیت په تګلاره کې روسیه او چین هغه سیال قدرتونه وبلل شول چې د امریکا د ګټو، قدرت او نفوذ د ننګولو او د امریکا د امنیت او سوکالۍ د زیانمنولو هڅې کوي.