د امريکا د ولسمشر مرستيال مصر او اسرائيل ته خپل سفر وځنډاوه

د امريکا د ولسمشر مرستيال مصر او اسرائيل ته خپل سفر وځنډاوه.

ټاکل شوې وه دی نن دغو هېوادونو ته خپل سفر پيل کړي.

د مایک پنس دفتر وايي، دا پرېکړه د امريکا په سنا کې د ماليې د يوه سند په اړه د بحث په خاطر شوې چې په دې بحث کې د ولسمشر د مرستيال حضور اړين دی.

خو په ټوله کې منځني ختيځ ته د پنس د سفر پر وړاندې هغه وخت مخالفتونه زیات شول چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې یوازې امریکا موافق وو چې بيت‌المقدس دې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژندل شي.

امریکا په دې اړه د نورو هېوادونو پرېکړه ويتو کړه.

ملګرو ملتونو ته د امریکا استازې نېکي هيلي د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرونۍ پرېکړه خپل هېواد ته سپکاوی بللی دی.