جمعیت اسلامي ګوند: د عطامحمد نور د استعفا منظوري یو اړخېزه ده

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، د عطامحمد نور د استعفا منظوري یو اړخېزه ده او د حکومت له دې پرېکړې سره سره به ښاغلی نور د بلخ د ولایت څوکۍ نه پریږدي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح فطرت نن دا خبرې ازادي راډیو ته وکړې او ویې ویل چې د ورځې په اوږدو کې د ګوند رسمي دریځ په دې تړاو اعلان شي.

د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند رئیس صلاح الدین رباني پرون په یونان کې د افغانستان سفارت پرانېست او اروپا ته یې سفر د دې لپاره په نیمه کې پرېښود چې په خبره یې په کابل کې د وروستیو تحولاتو په سبب هېواد ته ستنېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا ولسمشر منلې او پر ځای یې انجینیر محمد داوود د بلخ نوی والي ټاکلی دی.

اخوا د بلخ لېرې کړای شوي والي عطامحمد نور پرون شپه د بلخ له ملي ټلوېزېون نه په خپرېدونکې وینا کې وویل چې د ولایت څوکۍ نه پریږدي او که فشارونه پرې زیات شي نورې چارې به ولټوي.