RSF: په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه پاریس مېشتي سازمان نن یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د تېر کال په نسبت د خبریالانو مرګ ژوبله ۱۸ په ۱۰۰ کې کمه شوې ده.

د بې پولې خبریالانو په کلني رپوټ کې افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راغلی چې په کې خبریالانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سوریه،مکسیکو، افغانستان، ترکیه، پاکستان،بنګله دیش، چین او ایران هغه هېوادونه دي چې په کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بندیان شوي یا ځورول شوي دي.