امریکا د مې میاشتې د سایبري برید په اړه شمالي کوریا ګرمه بللې

متحده ایالاتو د مې میاشتې د هغه سایبري برید په خاطر چې د بریتانیا د ملي روغتیايي خدماتو د ادارې په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو کمپیوټرونه‌یې زیانمن کړل، شمالي کوریا ګرمه بللې ده.

د امریکا د کورني امنیت مشاور ټام بوسټر په وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي، په دې برید کې چې ډیر پراخ و او څو میلیارده ډالره زیان‌یې واړاوه د شمالي کوریا مستقیم لاس و.

په مطلب کې چې پرون خپور شو بوسټر وايي، د ټرمپ اداره به د پیونګ یانګ د سایبري او نورو بریدونو د مخنیوي لپاره د پوره ځواک د کارولو له ستراتېژۍ کار واخلي.

شمالي کوریا په دې حملو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

د وانه کرای "WannaCry" په نوم د مې میاشتې د برید په ترڅ کې له روسیې نیولې تر اسپانیا او جاپان پورې په ۱۵۰ هېوادونو کې له درې لکو زیات کمیپوټرونه ویروس ووهل او ډیجیټل اسناد، دوسیې او نور فایلونه بلاک شول او د خلاصون لپاره‌یې د پیسو غوښتنه کېده.

د دې برید په ترڅ کې چې د مایکرو سافټ د وینډوز د پخوانیو پروګرامونو له کمزوریو په کار اخیستو سره تنظیم شوی و، د بریتانیا د روغتونونو کمپیوټرونه هم زیانمن شول او په نتیجه کې یې عاجل روغتیايي خدمات له خنډ سره مخامخ شول.