امریکا، د بیت‌المقدس په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک متن ویتو کړ

امریکا پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه‌لیک متن ویتو کړ چې د بیت‌المقدس په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړه‌يې رد کړې وه.

ډونالد ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني او په څو کلونو کې به د امریکا سفارت هم هغه ښار ته ولېږدول شي.

خو په امنیت شورا کې د نېکي هیلي له لوري د پرېکړه‌لیک د متن د ویتو پرېکړې څرګنده کړه چې امریکا په دې مسئله کې په انزوا کې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکي هیلي وویل، برابر شوی پرېکړه‌لیک نه‌هېرېدونکی "داسې توهین" و.

هغې وویل، د امریکا حق دی چې د خپل سفارت لپاره ځای وټاکي، خو ملګرو ملتونو پر امریکا فشار راوست چې د ویتو پرېکړه وکړي.

د پرېکړه‌لیک په متن کې چې په ملګرو ملتونو کې د مصر مأموریت برابر کړی و، لیکل شوي وو چې د بیت‌المقدس په اړه د امریکا پرېکړه به قانوني اړخ نه‌لري او باید لغوه شي.

په امنیت شورا کې پرون دوشنبه د پرېکړه‌لیک پر متن رأيې واخیستل شوې او د شورا پاتې ۱۴ غړو يې ملاتړ وکړ.