د سرپل په سانچارک کې د جګړو له امله ۷ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په تبر کلي کې د جګړې له امله تر ۷ زرو زیات وګړي بې‌کوره شوي دي.

په سرپل کې امنیتي چارواکي وايي چې د تبر کلی یې له وسله‌والو نیولی او جګړه پای ته رسېدلې ده.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون دوشنبه په خپل اوونیز راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې، په ټول افغانستان کې ۴ لکه کسان د جګړې له امله بې‌کوره شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې له مهاجرینو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نږدې ۲۷ زره بې‌ځایه شویو کورنیو ته د ۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت، د سوخت مواد او کمپلې وروېشلې دي.

دا له بې‌کوره شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د ژمنیو مرستو یوه برخه بلل کېږي.